ستر خوشال پر پښتو او پښتنو باندې په خپلو لورونو او بښنو جوته كړې، چې دى پخپله پر پښتنو باندې تر يوې الهي لورونې كم نه دى، ځكه چې كله هم څوك مينه وال پر هغه خوشال باندې څه ليكلو ته زړه ښه كړي، چې پښتو ورته نا لاسوهلې او بكره ښكاري:
چــا يې پلو د جمال وانخيست
پښتو لا هسې بكـــره پرته ده
نو هك پك پاتې شي، چې له كوم خوشاله پيل وكړي او كوم خوشال راوسپړي؟ ځكه هغه خو پخپله يوه ناوياته مرغلره (دريتيم) دى. شاعر، شعر پوه، ادبپوه او هنرمند خوشال، دينپوه او فقيه خوشال، عارف خوشال، طبيب او رنځپوه خوشال، ټبرپوه او وګړپوه خوشال، ښوونپوه خوشال، باز پوه او باز پال خوشال، تاريخپوه او جغرافيه پوه خوشال، سياستوال او سياستپوه خوشال، ستور پوه خوشال، پوځي خوشال، ملتپال خوشال، اخلاقښود خوشال او...؟
د ستر خوشال د راسپړنې لپاره خو ډګر ډېر ويړ دى او ټولو اړخونو ته رسېدل لويه دعوى ده، خو موږ له لويې دعوې نه د ځان ژغورنې په پلمه لوټه ږدو او پرې تېرېږو، نورې، نورو ته پرېږدو، يوازې همغه خوشال ځيرو، چې پر آثارو او اشعارو باندې يې زموږ خبرو ته لار هوارېږي، خو هغه خوشال به هم د ايراني ليكوال منوچهري په كنډه وتلو، چې وايي:
"سعدي، حافظ او فردوسي، چې درې سره له اجتماعي، تصوفي او حماسي پلوه يوځاى شي، يو خوشال ځنې جوړېږي"
موږ د خپلې دې ليكنې د اوډون لپاره لومړى د خوشال د اشعارو (ديوان كليات) چاپي نسخې د رښيو او بيا يې د شاعرۍ د منځپانګې پير بديعي ارزښتونو او ځېلونو درسره لنډ غوندې غږېږو او بيا مو مخې ته پر پراته كليات يوڅو خبرې لرو، خو لومړى لومړۍ خبره.
د خان د ديوان لومړۍ برخه لومړى ځل د پېښور جېل په مطبعه كې د ډاكتر بېليو په زيار د سلطان بخش داروغه په څارنه په ۸۹ مخو كې په ۱۸۶۹ع كې او دويمه برخه يې په ۶۰۸ مخو كې په ۱۸۷۰ع كې چاپ شوې ده. دغه دواړه ټوكه هم جلا او هم په يوه ټوك كې وړاندې شوي دي.
دويم ځل په ۱۹۲۹ع كې د پروفيسر عبدالمجيد افغاني په سريزه د مردان په هوتي كې چاپ شوى دى. درېيم ځل_ لومړنى تحقيقي متن_ پوهاند عبدالحى حبيبي په ۱۳۱۷ل/ ۱۹۳۸ع كې په كندهار كې چاپ او خپور كړ. په دې پسې ۱۴ كاله وروسته بل تحقيقي متن په ۱۹۵۲ع كې او بيا اته كاله وروسته په ۱۹۶۰ع كې استاد دوست محمد كامل د اداره اشاعت سرحد له خوا خپور كړ.
"ارمغان خوشال" چې تر دغه دمه تر ټولو چاپ شويو ديوانونو بشپړ و، د ارواښاد سيد رسول رسا په زيار او سريزه په ۱۹۶۴ع كې د يونيورسټي بك ايجنسۍ له خوا خپور شوى دى. په ارمغان كې پر ديوان سربېره، بازنامه، فضل نامه، طب نامه، فراقنامه، او سواتنامه هم راغلي دي. تر دې وروسته د خوشال خټك كليات لومړى ټوك د افغانستان د علومو اكاډمۍ له خوا په ۱۳۵۸ او ۱۳۵۹ كې په ۵۲۸ مخو كې چاپ شو، چې يوازې غزلې لري. دويم ټوك يې په ۱۳۶۹ كې خپور شو، چې قصيدې، قطعې او متفرقات په كې راغلي دي.
د خان د غزلو يوه ټولګه د عظيم پبلېشنګ هاوس له خوا هم په پېښور كې چاپ شوې ده.
د خوشال بابا د ديوان وروستي چاپ په دوو ټوكو كې د "محكمه ثقافت صوبه سرحد" له خوا خپور شوى دى، چې له بده مرغه د چاپ كال نه لري، لومړۍ برخه يې غزلې او قصيدې او دويمه برخه (ټوك) يې رباعيات، قطعات او متفرقات لري. پر دې سربېره د ځينو سوداګريزو خپرنيو ادارو له خوا يو نيم غورچاڼ هم خپور شوى دى.
د خوشال خان خټك د اشعارو په ديوان (كليات) كې د ختيزې شاعرۍ كابو ټول بديعي صنايع يا ځېلونه راغلي دي:
الف: غزلې: د خان د ديوان يوه غټه برخه غزلونه دي، چې شمېر يې ۸۶۰ ته رسي، دا غزلې په ځانګړې بڼه په لومړي ځل په ۱۳۵۸ل او بيا پر ۱۳۵۹ل كال د افغانستان د علومو اكاډمۍ له خوا چاپ شوې دي، چې د پښتو برخه يې په ۵۰۴ او پارسي هغه يې په وروستيو ۲۳ مخونو كې چاپ شوې ده.
ب: قصيدې: د ديوان د قصيدو په برخه كې ۵۲ قصيدې راغلې دي.
ج: رباعيات: كه څه هم په ځينو اخځونو كې رباعيات د خوشال جلا اثر ګڼل شوى، خو په ټوليز ډول رباعيات د ديوان برخه بلل كېږي، د رباعياتو هغه ټولګه چې په ۱۳۴۹ل كال كې د پښتو ټولنې له خوا په ۳۰۳ مخونو كې چاپ شوې، ټولټال ۱۶۸۴ څلوريزې لري، د صوبه سرحد د محكمه ثقافت له خوا د خان د چاپ شوي دوه ټوكيز كليات د دويم ټوك په ۲۵۸ مخونو كې ۱۶۰۴ او د قطعو په برخه كې ۲۳ نورې څلوريزې، چې ټولټال ۱۶۲۷ څلوريزې كېږي، هم راغلې دي.
د پېښور د اسلاميه كالج په كتابتون كې هم د خان د څلوريزو يوه ۸۸ پاڼيزه خطي ټولګه خوندي ده، چې په پاى كې كښل شوي دي.
در مقام جلال آباد شروع شده، فى مقام پشاور با تمام رسيد.
د: قطعې يا ټوټې: هم د خان د ديوان يوه غوښنه برخه ده، چې شمېر يې په ټوليزه توګه د ۲۰۵ شاوخوا ته رسېږي، دغه ټوټې له دوه بيتيزو نيولې تر ۵۰ بيتيزو پورې دي. ان چې فردونه يا يو بيت هم په دغه شمېره كې راځي، د كابل چاپ د كلياتو په دويم ټوك كې تر نورو چاپي ديوانونو (۷) ټوټې زياتې راغلې دي.
هـ: مثلثونه: مثلثونه د خان د ديوان په يوه چاپي نسخه كې هم نه دي راغلي، يوازې د كابل چاپ كلياتو په لومړي ټوك كې دوه (۱۴ كړيز او ۶ كړيز) مثلثونه راغلي دي.